
ایکنا نیوز راپور راکوی د دې پوښتنې د ځواب لپاره باید هغو څو مهمو ټکو ته ګورو چې د الجزیره ټیلیویژنی چینل د وروستي میداني تحقیق په شمول په رپورټونو کښې ورته اشاره شوې ده.
له هرڅه مخکښې د هدف ډول؛ دغه ښوونځی چې د ایران په هرمزګان ولایت کې په میناب سیمې کښې په نښه شو، نه کومه پوځي اډه وه، نه د وسلو ډیپو او نه حتی یوه داسې ودانۍ وه چې دوه ګوڼی کارندوالی لري، بلکې له تیرو لسو کالو راهیسې یو بیخي غیرپوځي مرکز و.
دویم ټکی ؛ د حملې وخت دی. حمله بیخي هغه وخت وشوه چې زده کوونکي په کلاسونو کښې وو.
دریم ټکی، د وسلو دقت او رساوالی دی.
دا حمله په داسې توغندی یا مهماتو سره شوې چې اصولاً د کره هدف ویشتلو لپاره ډیزاین شوي دي. دغه ډول وسلې اندازه یا خطا نه کوي بلکې په دقیقو مختصاتو سره عمل کوي.
او څلورم ټکی، خواوشا یې د هیڅ پوځي هدف نشتوالی دی.
د الجزیره ټیلیویژنی چینل په تحقیق کی ټینګار شوی چې د دغه ښوونځي خواوشا هیڅ پوځي یا امنیتي تاسیسات نه وو چې وویل شو ښوونځی د «جانبي تیروتنې» یا هم هغه collateral damage له امله هدف ګرځیدلی دی.
کله چی دا څلور ټکي یعنې یو بیخي غیرپوځي هدف، د حملې په وخت د زده کوونکو د شتون اوج، د دقیقو وسلو کارول او په اطرافو کښې یې د پوځي هدف نشتوالی، د یوبل ترڅنګ ږدو، نو یوه منطقي نتیجه لاس ته راځي:
دا احتمال بیخي کم دی چې دغه حمله یوه تیروتنه وي، په هم دې وجه زیاتره شناندي وايي چې د میناب په ښوونځي برید تشه یوه پوځي پیښه نه ده؛
دا د هم هغی تګلارې یوه نمونه ده چې په ماډرن جنګونو کښې مو په کرتو لیدلې ده: د ټولنیز شاک د رامینځته کولو او په ټولنې باندې د نفنسیاتي دباو لپاره د ملکي زیربناو په نښه کول.
خو بریاوې په جنایتونو سره نه ترلاسه کیګی،بلکه د جنایتکارو او تیری کونکو وحشیتوب لا رابرسیره کوی